دا فرمان پنځه مادهییز دی، چي له مخي یې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهني، لوړو زده کړو، اطلاعاتو او کلتور، امرباالمعروف، سرحدونو او قبایلو او همدارنګه مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارتونه مکلف دي، څو د انساني قاچاق او ژوند په خطر کي اچولو، د بدو پايلو او شرعي ممانعت په اړه د عامه پوهاوي پلانونه جوړ او عملي کړي.
په دې فرمان کي ټینګار سوی، چي نظامي محکمې دي انساني قاچاقبران لومړی په یوه کال بند، په دوهم ځل تکرار سره په دوه کاله او په درېیم ځل تکرار سره په درې کاله بند محکوم کړي.
دا په داسي حال کي ده، چي اوسمهال په افغانستان کي د بد اقتصادي وضعیت له امله ډېری ځوانان په قاچاقي لارو اروپایي هیوادونو ته ځي، چي ډېری یې په لارو کي ژوند له لاسه ورکوي.