د اسلامي امارت ځینو مخالفو شخصیتونو او د پخواني رژیم د ځینو چارواکو په ګډون د “افغانستان د ژغورني لپاره ملي مجمع” په نوم یو نوی سیاسي خوځښت پیلیدل اعلان کړي او د طالبانو د حاکمیت پر وړاندي یې چي د دې خوځښت په وینا نامشروع دی، پر مبارزه ټینګار کړی دی.
د دغه نوي سیاسي خوځښت موجودیت د جمعې په ورځ په یوه انلاین غونډه کي اعلان سو.
په دې غونډه کي د حکومت ځینو مخالفو شخصیتونو عبدرب الرسول سیاف، احمد مسعود، سرور دانش، محمد محقق، محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، عبدالرشید دوستم، محمد عمر داودزي، تادین خان اڅکزي، رحمت الله نبیل او د پخواني حکومت ځینو نورو پخوانیو چارواکو ګډون کړی وو.
د دغه نوي خوځښت له خوا په خپره سوې اعلامیه کي ویل سوي چي د “افغانستان د ژغورني لپاره ملي مجمع” کي له ۳۰ څخه زیات سیاسي ګوندونه او جریانونونه غړیتوب لري او ترڅنګ یې محمد کریم خلیلي، صلاح الدین رباني او اسماعیل خان هم د دغه نوي ائتلاف څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
اسلامي امارت تراوسه د دغه نوي خوځښت د موجودیت او د دغه خوځښت له خوا د خپرې سوي اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.