د خبريالانو د خونديتوب کمېټې او څو نورو بشري بنسټونو د پاکستان څخه د افغان خبريالانو د ايستلو د لړۍ درول غوښتي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په شمول ۱۵ بشري بنسټونو له پاکستان څخه غوښتي چي د افغان خبریالانو او زیان‌منونکو کسانو جبري ايستل ودروي. دوی د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کښي د افغان کډوالو د بېرته ستنولو طرحي په اړه اندېښنه ښودلې او له نړۍوالي ټولنو ئې غوښتي چي د ط..البانو له ګواښ تښتېدلو خبریالانو، لیکوالانو او فعالانو ته د استوګني زمینه برابره کړي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون او ملګرو ملتونو هم د دې طرحې پر ضد ږغ پورته کړی، خو پاکستان د اپرېل د میاشتي راهيسي له ۳۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه ايستلي او دا لړۍ ئې لا هم دوام لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *