د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو نیولو له دوام سره بینټ وایي، د افغانستان مدني فضا ویجاړه سوې

د افغانستان په چارو کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د «بیګم راډیو» د دوو کارمندانو د نیولو په تړاو اندیښنه ښوولې او د طـ.البانو له لوري یې د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د نیولو د درېدو غوښتنه کړې ده.
بینټ پر ایکس د یوه پیغام په خپرولو سره د «بیګم راډیو» د کارمندانو د بې قید او شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
ده لیکلي، د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو بیرول او نیول چي په افغانستان کې یې مدني فضا ویجاړه کړې ده باید ودرېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل، د «بیګم راډیو» خپروني د نشراتي پالیسۍ د تخلف، له جواز څخه د ناسمي استفادې او په بهر کي د یوه ټلویزیون لپاره د موادو او برنامې د تیارولو له کبله بندي سوي دي.