د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ۲۰۲۴ د خبریالانو لپاره خونړی بللی دی

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ۲۰۲۴ د خبریالانو لپاره خونړی کال بللی او په وینا یې چي په دې کال کي په ټوله نړۍ کي ۱۲۴ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل سوي دي.
دې کمېټې په یو راپور کي د اسراییلو حکومت د خبریالانو د وژلو ۷۰ سلنه لامل بللی دی.
د خبریالانو خوندیتوب کمېټې ویلي، پاکستان دویم هیواد دی چي پروسږ کال پکښي د سختۍ ناامنۍ او شدید سانسور له امله پکښي شپږ خبریالان وژل سوي دي.
په راپور کي دا هم ویل سوي په تېر کال کي د اسراییلو د بریدونو له امله یوازي په غزه کي ۸۲ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، او همداراز په لبنان کي درې خبریالان وژل سوي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شمېرو له مخي چي ۳۳ نور خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د مکسیکو، سوریې، عراق، میانمار او هائیټي په ګډون په ۱۵ هیوادونو کي وژل سوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه راپور کي د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د وضعیت په اړه څه نه دي ویل سوي.