د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي نیوکه کوي چي طـ.البان د محرم سره میرمني بهر ته د زده کړو لپاره نه پرېږدي خو د خپل حکومت د ګټي لپاره یې بې محرمه بهر ته د جلسو لپاره لېږي.
دوی له دې امله پراخي نیوکي کړي او وايي، دا دوه ګونی چلند دی چي له ښځو سره کیږي.
د ټولنیزو رسنیو دغه کاروونکو د طالبانو دا دوهمخیتوب غندي او ویلي یې دي چي که ښځي د حکومت د ګټې لپاره بهر ته پرته له محرمه تلای سي، نو ولي د زده کړو او کار لپاره ورته دا حق نه ورکول کېږي.
طـ.البانو تر اوسه د دې نیوکو په اړه څرګندوني نه دي کړي، خو شنوونکي وایي، چي دا سیاست د طـ.البانو د نړیوال اعتبار لپاره هڅه ده، نه د افغان ښځو د حقونو لپاره ریښتینی ګام.