د خوارځواکه کوچنیانو د ملاتړ یوه اداره په افغانستان کي خپل فعالیت دروي

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د خوندیتوب ادارې (Save the children) اعلان کړی چي د مرستو او بودیجې د کمښت له امله به په ۳۰ ورځو کي په افغانستان کي د خوارځواکه ماشومانو د ملاتړ پروګرامونه وځنډوي.
د دې سازمان په اعلامیه کي ویل سوي چي تر اوسه د دوی اړوند ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل سوي دي، یوازي ۱۴ نور یې د راتلونکي میاشتي لپاره فعالیت کولای سي او که چیري نوې بودیجه ترلاسه نه کړي نو دا مرکزونه به هم وتړل سي.
دې سازمان ټینګار کړی چي د دوی اړوندو روغتیايي مرکزونو یوازي د روان کال په جنوري کي له ۱۳۴،۰۰۰ څخه زیاتو خوارځواکۍ اخته کوچنیانو ته خدمات وړاندي کړي دي خو د مالي سرچینو کمښت د مرستو بهیر سخت اغیزمن کړی دی.
د وروستیو سیاسي بدلونونو او نړیوالو اقتصادي ستونزو په پایله کې ‎له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت د کوچنیانو د روغتیا او تغذیې په ګډون پر بېلابېلو سکتورونو اغیز کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *