د خوست اوسېدونکي: ط..البان په زور راباندي خپل بيرغونه ځړوي

د خوست ولایت څخه ځايي سرچینو د‌ جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي، د اسماعیل‌خېل او مندوزي ولسوالۍ د دوسرکي بازار دوکاندارانو ته ط..البانو خبرداری ورکړی و، چي که د ط..البانو سپین بیرغونه د خپلو دوکانونو پر سر ونه ځړوي مجازات به سي.
د سرچینې په حواله ط..البانو دا ډول امر د خوست په نورو ولسوالیو کي هم کړی دئ.
بايد وويل سي، چي د ط..البان د واک ته رسېدو وروسته، دغه ډله د اسد د مياشتي ۲۴ نېټه د خپل بريا او ازادۍ د ورځي په نوم لمانځي.