د خوست ولايت د درملو د ټولني استازي د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت درمل پلورونکو او شرکتونو د کنړ ولايت د زلزله ځپلو سره د درملو مرسته کړې.
د هغه په خبره چي د يو ميليون افغانيو په ارزښت درمل ئې د خوست ولايت د ط..البانو مسئولينو ته سپارلي؛ ترڅو تر زلزله ځپلو خلګو پوري ئې ورسوي.
په ورته وخت کي بيا د بلخ ولايت د درملو د ټولني مسئولينو هم څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هيواد په ختيځ کي د زلزله ځپلو کسانو سره د مرستي په موخه ئې د درملو مرسته کړې او په بلخ ولايت کي ئې د ط..البانو مسئولينو ته دغه درمل سپارلي؛ ترڅو تر اړمنو کسانو پوري ئې ورسوي.