د خوست او کويټ تر منځ مستقيم پروازونه پيلېږې

د ط..البانو د خوست ولایت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په روانه جولای میاشت کي به د خوست له نړۍوال هوايي ډګر څخه کویټ ته مستقيم پروازونه پیل سي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د خوست او کويټ ترمنځ مستقيم پروازونه به د جولای مياشتي پر ۲۳ نېټه باندي پيل سي، چي کويټ ته تلوونکو مسافرو ته به د تګ او راتګ له پاره اساني برابره کړي.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه پروازونه به په اوونۍ کي یو ځل د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي.