د خوست ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بلال مندوزي لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې

مسوولین وایي، د یادو سیالیو پایلوبه د بلال مندوزي او دلپوري عرفان لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پایله کي یې بلال مندوزي لوبډلي د ۳۰/۲۵ نمرو په توپیر خپلي سیالي لوبډلي ته ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.