د خوست ولایت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کي د ۷۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل سوې چي دوې میاشتي به دوام وکړي.

مسوولین وایي، د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کي اتحاد لوبډلي د اتو ویکټو په توپیر خپلي سیالي ځوان سټارز لوبډلي ته ماته ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.