د خوست ولایت په ١٢٠٠ فاميليو سیمه کي د ١٢ ولسوالیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چي یوه اوونۍ مخکي پیل سوي وې، د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په اتلولي پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د یادو سیالیو په پایلوبه کي د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ لوبډلي د ٣٨ منډو په توپیر خپلي سیالي متون لوبډلي ته ماته ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.