د فضل محمد خليل په نوم د خوست ولايت يو اوسېدونکی چي اوس د افغانستان څخه بهر ژوند کوي، د دغه ولايت په باک ولسوالۍ کښي اته کيلومتره سړک په خپل شخصي لګښت جوړه وي.
دغه سړک د باک ولسوالۍ له ښارګوټي څخه د غرونو په منځ کښي د يادي ولسوالۍ د توتاک سيمي ته غځېدلی دئ.
د يادي سيمي څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه سړک د جوړولو کار په عملي ډول شروع سوی دئ.
د دغې سيمي اوسېدونکي وايي، چي د ناروغانو د انتقال پر مهال د سړک د خرابوالي له امله د زياتو ستونزو سره مخ وه. هغوی وايي چي د ياد سړک په جوړولو سره به ئې تر ډېره حده دغه ستونزه حل سي.
د دغي سيمي اوسېدونکي د ط..البانو څخه غوښتنه کوي، کي دا سړک يو افغان په شخصي لګښت جوړوي، خو ط..البان دي په نورو برخو کښي ددغي سيمي د اوسېدونکو ستونزي حل کړي.