د خوست په غلام خان بندر کي د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه د شپې ترناوخته روانه وه

د خوست ولایت په غلام خان بندر کي د افغان او پاکستاني ځواکونو جګړه پرون له یوې وقفې وروسته د شپې ترناوخته پوري روانه وه.

عیني شاهدانو ویلي چي تر شنبې سهار وختي پوري هم د دواړو خواوو ترمنځ د توغندیو خال خال ټکان تر سره کېدل.

د عیني شاهدانو په وینا، جګړې ته له نږدې سیمو څخه ځیني خلک له خپلو کورونو وتلي دي.

د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ پرون د جګړې له پیلېدو وروسته ویلي چي د ډیورنډ کرښي له بلي خوا د هاوان د مرمیو د لګېدو له کبله یو نظامي وژل سوی دی.

د هغه په خبره، چي په جګړه کي درې تنه پاکستاني سرتېري هم وژل سوي دي، خو پاکستاني لوري تراوسه د پرونۍ جګړې او د هغې د مرګ‌ژوبلي په اړه څه نه دي ویلي.

د رواني سپټمبر میاشتي په پیل کي هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه سوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *