د خوشحال راډيو مسؤل مدير ط..البانو په درې مياشتي بند‌ محکوم کړی

د ط..البانو د استخباراتو ادارې د خوشحال راډيو مسؤل مدير سليمان راحل د ط..البانو له خوا د درې مياشتو د زندان سزا ورکړې ده.
د افغانستان خبريالانو مرکز وايي، سليمان راحل د ط..البانو له خوا د هغه د ټولنيزو رسنيو د نشراتو امله نيولی او درې مياشتي سزا ئې ورکړې ده.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د ط..البانو له خوا د راحل نيول کېدل او هغه ته د درو مياشتو د بند سزا ورکول يو غيري عادلانه پرېکړه بولي.
ياد مرکز په خپره سوې اعلاميه کښي ويلي دي، چي د ط..البانو له خوا د خبريالانو نيول کېدل د افغانستان د بيان د ازادۍ په وړاندي يو ستر خنډ دئ. په اعلاميه کښي له ط..البانو غوښتل سوي، چي د افغان خبريالانو د نيول کېدو دي لاس واخلي او خبريالان دي ازاد پرېږدي، چي د ولس ستونزي را برسيره کړي. دغه مرکز له ط..البانو غواړي چي نور دي د رسنيو سانسور پای ته ورسوي.
د يادوني وړ ده، چي د افغانستان د خبريالان د مرکز د‌معلوماتو له مخي اوسمهال شاوخوا ۱۳ خبريالانو د ط..البانو سره په زندانونو کښي بنديان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *