د خوړو او درملو ملي ادارې د ۹۹ بستونو الکترونيکي ازموینې پرانستغونډه ترسره سوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست له لوري د خوړو او درملو ملي ادارې اړوند ۹۹ خالي بستونو لپاره الکترونيکي ازموینې پرانستغونډه ترسره سوه.

د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د تعیناتو او نظارت رئيس محمدیوسف غزنوي د وينا پر مهال دا روښانه کړې چي د ازمويني پروسه به ډیره شفافه وي او هغه کسانو ته به حق اوليت ورکول سي چي وړتيا ولري

په ياده غونډه کي د خوړو او درملو د خونديتوب رئيس ډاکټر نعيم الله ايوبي د بستونو په اړه معلومات وړاندې کړل او وي ويل چې د خوړو او درملو ملي ادارې تر دې وړاندې هم سلګونه خالي بستونه ازادې سيالۍ ته وړاندې کړي دي چې له دې لارې وړ کسان په دندو ګمارل سوي دي