د خوړو او کرني سازمان وایي، ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان په خپل یوه راپور کي ویلي، چي د اړتیا وړ شیانو په رانیولو کي د خلکو بې وسي او پرله پسې وچکالي په افغانستان کي دوې لويي اقتصادي ستونزي دي.
په راپور کي راغلي چې ډېری کورنۍ عاید نه لري او په پورونو ژوند کوي.
د ملګروملتو د خوړو او کرني سازمان خپل دا راپور په ټول افغانستان کي له زرګونو خلکو سره له مخامخ خبرو وروسته ترتیب کړی.
د دغه راپور د معلوماتو پر اساس په افغانستان کي ۶۰ سلنه د خوراکي توکو د لوړې بیې له امله او ۵۸ سلنه د وچکالۍ له امله) ځورېدلي دي.
په دې راپور کي ویل سوي چي پر دې سربېره لس سلنه خلک پرته له کوم عاید څخه ژوند کوي.
د خوړو او کرني سازمان د دې راپور پایلي ښیي چي د عاید کمښت ډيری کورنۍ په تېره بیا هغه کورنۍ چي ښځي یې مشري کوي، د خوړو په تر لاسه کولو کي له سختو ستونزو سره مخامخ سوي دي.