د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) چارواکي وايي چي د روان کال پرمهال افغانستان کي تر ۱۶۰زره ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن سوي او زرګونه کورونه او کرنیزي مځکي ویجاړي او یا لهمنځه تللي دي.
په افغانستان کي د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وايي، یاد پروګرام له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کي د بنسټیزو تاسیساتو د جوړولو په هدف له ټولو هیوادونو سره مرسته کوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزې وزارت چارواکي وايي، له سېلابځپلو سره د یاد وزارت مرستي دوام لري، خو د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.
خو په یوشمېر ولایتونو کي د سږکال سېلابونو څخه زیانمن سوي کسان وايي، د سېلابونو منفي اغېزې يې لاهم په ولایتونو کي پاته دي.
دوی زیاتوي چي دا مهال په نیمه ویجاړو کورونو کي ژوند کوي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.