د خوړو نړیوال پروګرام: د افغانستان له خلکو سره باید بېړنۍ مرستي وسي

د خوړو نړیوال پروګرام د لوی اختر له رارسېدو سره ویلي، چي باید له خلکو سره بېړنۍ مرستي وسي ځکه په هیواد کي ډیری کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دې ادارې په یو ویډیویي پيغام کي له نړیوالي ټولني څخه غوښتي چي د اختر په ورځو او وروسته له اختره د افغانستان د بېوزلو لاسنیوی وکړي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چي سږ کال لوی اختر داسي مهال لمانځل کیږي چي یوازي په افغانستان کي له ۱۲ میلیون ډېر کسان د ډوډۍ پیداکولو وس نه لري.
دغه راز د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د بېوزلۍ پر پراخېدو اندېښنې ښوولي او د افغانستان د خلکو د هراړخیز لاسنیوي غوښتنه یې کړې ده.
بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخي دا مهال په افغانستان کي د ۹٫۲ میلیونه کوچنیانو په ګډون ۲۳٫۷ میلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.