د خوړو نړیوال پروګرام: سېلابونو د افغانستان لیري پرتو سیمو ته د مرستو لېږد ستونزمن کړی

د خوړو نړیوال پروګرام،WFP وایي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په ځپل سویو سیمو کي سړکونه او پلونه خراب کړي چي د خوراکي موادو انتقال یې ستونزمن کړی دی.
د دې پروګرام د افغانستان څانګي پر ایکس پاڼه لیکلي، سخت کوښښ کوي چي مرستې اړو سیمو ته ورسوي.
دې پروګرام ویلي، چي تراوسه یې نژدې شل زره سېلاب ځپلو ته خوراکي مرستي رسولي دي.
د افغانستان د بغلان، غور او فاریاب په ګډون یو شمېر ولایتونه په دې وروستیو کي د ویجاړوونکو سېلابونو شاهد وه.
دغو سېلابونو خلکو ته له مالي زیانونو سربیره سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.