د خوړو نړیوال پروګرام: هره میاشت شپږ میلیونه کسانو ته خوراکي او نغدي مرسته ورکوو

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کي هره میاشت شاوخوا ۶ میلیونه کسانو ته د دوی له خوا خوراکي او نغدي مرستي ورکول کیږي.
د دغه پروګرام د مسوولینو په وینا، دا مرستي د امریکا، جاپان، کاناډا، فنلنډ او سویډن په مالي مرسته برابریږي چي په بېلابېلو ولایتونو کي اړ کسان ورڅخه برخمن کیږي.
ملګرو ملتونو بیا تر مخکي اعلان کړی وو چي سږ کال به په افغانستان کي څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په افغانستان کي د بېوزلۍ او بې‌ روزګارۍ په اړه تر دې مخکي نورو نړیوالو ادارو هم اندېښنه ښوولې او د مرستي د زیاتېدو غوښتنه یې کړې.
بشري مرستو ته د اړتیا زیاتېدو ستر لاملونه په هیواد کي بې ‌روزګاري او بېوزلي بلل کیږي.