د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغان خوارځواکه کوچنیانو وضعیت په بیړني حالت بدل سوی دی

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اف پي) وايي، د افغان خوارځواکه کوچنیانو وضعیت په بیړني حالت بدل سوی دی چي دا د اندېښنې وړ ده.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، اوسمهال افغان کوچنیان تر بل هر وخت زیات د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي چي د مخنیوي لپاره يې ملاتړ ته اړتیا ده.
د ډبیلو اف په خبره، په افغانستان کي درې نیم میلیونه کوچنیان په خوارځواکۍ اخته دي او د دې کوچنیانو د ملاتړ لپاره مرستي ته اړتیا سته.
له دې وړاندي د سره صلیب نړیوالي کمیټې او یو شمیر نورو نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی وو، چي په افغانستان کي په میلیونو امیدواره میندي او کوچنیان په خوارځواکۍ اخته دي.