د خوړو نړیوال پروګرام WFP وايي، چي لاهم د افغانستان د ټولو وګړو له دریو یوه برخه خلک له لوږي سره مخامخ دي.
د ملګروملتونو دې اړوندي ادارې د نوي ۱۴۰۴ ه. ل کال د پیل او نوروز په مناسبت په یوه پیغام کي د سمنک د جوړولو د څرنګوالي په اړه یوه ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي داسي مهال چي ډېر افغانان د سمنک په پخولو سره نوروز لمانځي د افغانستان له دریو یوه برخه وګړي له لوږې څخه کړېږي.
د WFP پیغام زیاتوي چي اوس مهال له اړو کورنیو سره د دې سازمان مرستي دوام لري.
له دې مخکي د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې اوچا له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره د بودیجې پر کمښت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وه چي په روان میلادي کال کي نژدې ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.