د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کي د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه‌ مخ پر کمېدو دي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونه‌ مخ پر کمېدو دي، دې ادارې په ټول هیواد کي د ښځو لپاره د خیاطۍ روزنیز پروګرامونه پیل کړي دي.
‏دي سازمان دا هم ویلي چي د دې پروګرامونو څخه موخه په هیواد کي د ښځو پر ځان بسیاینه او پر خپلو پښو دريدل دي.
اسلامي امارت په ډېری ولایتونو کي د ښځو پر فعالیتونو بندیز لګولی او د پخوا په څېر ښځي نه سي کولای چي لاسي صنایع او نور توکي په ازاده توګه خرڅ کړي.
په دې برخه کي د جنوبي حوزې ولایتونو کي تر ټولو محدودیتونه زیات دي او د ښځو اړوند ټول مارکېټونه او کار ځایونه تړل سوي دي.
خو په کابل، هرات او ځینو نورو ولایتونو کي بیا ښځي کولای سي په ځانګړو مارکېټونو کي توکي خرڅ کړي.
بې سرپرسته ښځي غوښتنه کوي چي اسلامي امارت باید د هغه ښځو کار او فعالیتونو ته اجازه ورکړي چي د ګټي او کورنۍ ساتلو لپاره څوک نه لري او دوی مجبوره دي چي کار وکړي.