د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان څانګي د ځوانانو د نړیوالي ورځي په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چي، په افغانستان کي له اووه لکو زیات زدهکوونکي، نجوني او هلکان هر سهار د ښوونځي ډوډۍ ترلاسه کوي.
دا مرسته له دوی سره په دې کي مرسته کوي چي د ښوونځي په زدهکړو تمرکز وکړي او ښې پایلي ترلاسه کړي.
ملګروملتونو ویلي دي، ځوانان په ټوله نړۍ کي د بدلون عوامل دي او نړیوالو هدفونو ته په رسېدو کي کلیدي رول لوبوي.
د ځوانانو نړیواله ورځ داسي مهال په نړۍ کي لمانځل کيږي چي په افغانستان کي ځوان نسل، چي د دې هېواد د وګړو یوه لویه برخه جوړوي، د زدهکړو او کاري فرصتونو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.