د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي د قحطۍ وړاندوینه کړې او وایي، چي اټکل کیږي ډيری کسان به وځپل سي

د خوړو نړیوال پروګرام د قحطۍ د مخنیوي لپاره د لوږې اټکل ترنامه لاندي په افغانستان کي د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلي وضعیت په اړه په یو راپور کي ویلي چې دا ډول وړاندوینه د ملګرو ملتونو دغه پروګرام سره اړمنو افغانانو ته مخکي له دې چي لوږه هغوی وځپي د خوراکي توکو د برابرولو سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام په دغه راپور کي چي د اکتوبر د میاشتي په لومړۍ اونۍ کي یې خپور کړی ویلي، افغانستان په نړۍ کي شپږم هیواد دی چي د اقلیم د بدلون له اغیزو سره مخ دی.

په دې راپور کي په کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام د قحطۍ د پیښیدو دمخه د خبرداري د ډلي د مشري له قوله ویل سوي چي دوی د دریو ربعو لپاره دا احتمال ویني چي ‘ لانینا’ به په شمالي نیمه کره کي دوام پیدا کړي په دې معنا چي په افغانستان کي به په راروان ژمي کي د اوسط کچي د اورښت او واوري کچه کمه وي.

لانینا یو ځانګړی موسمي حالت او د اقلیم بدلون دی چي پکښي د ارام سمندر د مرکزي او ختیځ استوا یوه برخه کي اوبه د عادي حالت څخه یخیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *