د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کي د خلکو پر ژوند د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په لېست کي دی چي له لوږي سره مخ دي.

په افغانستان کي د ملګروملتونو د دې ادارې مرستیال ویاند ویلي، د اقلیمي بدلون له امله په هیواد کي لوږه زیاته سوې ده.

د هغه په خبره، پرله‌پسې وچکالیو او د اقلیم د کړکېچ په پایله کي د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.

د اقلیم بدلون په افغانستان کي ډېری کروندګر او بڼوال اغېزمن کړي او په کلیوالو سیمو کي چي خلک یې تر ډېره پر کرنه او بڼوالۍ ډېر متکي دي، د خوراکي توکو سرچینې کمي کړي او پر زیانمنو کورنیو یې فشارونه زیات کړي دي.

د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګوني زلزلې او سخت توفانونه په افغانستان کي د اقلیم د بدلون نوري پایلي دي چي خلک یې بې زیانه نه‌دي پرېښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *