د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) د تازه راپور لهمخي، په افغانستان کي د خوراکي امنيت وضعه یو څه ښه سوې ده، خو د ژمي په رانژدې کېدو سره لا هم لویي اندېښنې سته.
د خوراکي امنيت د پړاوونو د طبقهبندۍ نظام څرګندوي چي نژدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ ميليونه خلک، د خوراکي موادو د کموالي له بحراني حالت او د خوراکي ناامنۍ له بېړني حالت سره مخامخ دي.
که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ ميليونو څخه کمه سوې، خو په هیواد کي د خوراکي موادو اړتیاوي لا هم د اندېښنې وړ لوړي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه جزیي ښهوالی د پراخو بشري مرستو پایله بولي، چي د خوراکي کمښتونو د جدي حالت مخه یې نیولې ده.