د خوړو نړیوال پروګرام : په روان ۲۰۲۴کال کي، په افغانستان کي له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ د کافي خوراک لپاره پیسې یا خوراکي توکي پور کړي دي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په روان ۲۰۲۴ میلادي کال کي، په افغانستان کي له هرو څلورو کورنیو څخه درې کورنۍ د کافي خوراک لپاره پیسې یا خوراکي توکي پور کړي دي او دا شمېره په کلیوالو سیمو کي لوړه ده، چېري چي له هرو پنځو کورنیو څخه څلور پوروړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه راپور کي ویلي، په افغانستان کي کورنۍ د خوراکي اړتیاو د پوره کولو لپاره په متوسط ډول ۳۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ پوروړي دي، چي دا د ۵۶۰ ډالرو معادل دی.

له‌‌دې سره‌سره، نړیوال خوراکي پروګرام خبرداری ورکوي چي، روانو شرایطو ته په کتو ګڼ‌شمېر محتاجي کورنۍ د بوديجې د کمښت له امله په راتلونکو میاشتو کي د دې سازمان مرسته نه‌سي ترلاسه کولای.