د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چي په افغانستان کي ماشومان د خوارځواکۍ د ګواښ سره مخ دي او زياتوي چي په دغه هېواد کي په هر لسو ثاينو کي يو افغان ماشوم په خوارځواکۍ اخته کيږي ، د يادو پروګرام د مسؤلين په وينا که چيري نړیوال په ياده برخه کښي د افغانستان سره مرستو ته دوام ور نه کړي، د افغان ماشومانو د خوراځواکۍ حالت به تر دي هم جدي سي. د خوړو د نړیوال پرواګرام د افغانستان د برخي مسؤلين وايي، چي سږ کال به په افغانستان کي ۳،۵ ميليونه ماشومان د خوراځواکۍ سره مخ سي.