د خوړو نړیوال پروګرام : په یو شمېر ولایتونو کي یې د خوراکي توکو زېرمه کول پیل کړي دي

په داسي حال کي چې په هیواد کي د مني موسم په رارسېدو دی، په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چي په یو شمېر ولایتونو کي یې د خوراکي توکو زېرمه کول پیل کړي دي.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چي تر اوسه یې په ټول افغانستان کي ۲۲۵ زره ټنه خوراکي توکي زېرمه کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چي د دغه زېرمي موخه په ټول هیواد کي سختو زیان منونکو سره مرسته کول دي.

دا په داسي حال کي ده، چي دې سازمان مخکي په یوه راپور کي ویلي وه، چي د ۲۰۲۴ کال د مى او اکتوبر ترمنځ په افغانستان کي له ۱۲ میلیونو ډېر کسان له «سختي لوږي» سره مخ دي.

په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو دغه اداره په خپل یوه راپور کي وايي، د ۲،۸ میلیونو کوچنیانو په ګډون ۳،۹ میلیونه کوچنیان چي عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په سختي خوارځواکۍ اخته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *