د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبلیوایف‌پي” وایي، په افغانستان کي ښځي په زیاتېدونکي ډول له عام محضر څخه لیري کيږي چي د ژوند کولو او خپلو کوچنیانو ته د خوړو برابرولو په برخه کي یې د کمو امکاناتو کړۍ لا تنګيږي

د خوړو نړیوال سازمان چي په افغانستان کي اړو میلیونونو کسانو ته خواړه برابروي، پرون په خپله اېکس شبکې د دې بیان ترڅنګ یوځل بیا د بسپني غوښتنه کړې څو اړو کسانو ته د ژوند ژغورني خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې چي په افغانستان کي ډېری ښځي له پخوانیو کارونو څخه لاس په سر سوي ځکه اقتصادي او نوري ټولنیزي ستونزي یې زیاتي سوي دي.