د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا د افغانستان پر اقتصادي بحران اندېښنه ښوولې ده

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ژمي په دې یخه څپه کي په افغانستان کي پر اقتصادي بحران اندېښنه ښوولې ده او ویلي یې دي چي میلیونونه افغانان بېړنیو په خاصه توګه له یخ څخه د ساتني په برخه کي مرستو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ پر ایکس پاڼه لیکلي چي میلیونونه کورنۍ اوسمهال مجبوري دي چي یا خپلو اولادونو ته خواړه پيدا کړي یا د سون توکي.
د خوړو نړیوال پروګرام د روان ژمي کي له میلیونونه اړمنو کسانو سره د بېړنیو مرستو پر چمتووالي ټینګار کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندي ویلي وه چي یاد بنسټ د بودیجې د کمښت له امله سږ ژمی په افغانستان کي د میلیونونو اړمنو لاسنیوی نه سي کولای.
ډبلیو اف پي خبرداری ورکړی وو چي دوی سږ کال ژمی یوازي له شپږ میلیونه افغانانو سره مرسته کولای سي، خو ټینګار یې کړی چي دا مهال په افغانستان کي شاوخوا ۱۵ میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.