د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل وروستي راپور کي ويلي دي، چي اوسمهال په افغانستان کي شاوخوا ۹.۵ ميليونه وګړي د خوړو د کمښت سره مخ دي او لاس نيوي ته اړتيا لري.
د ياد سازمان په وينا چي دوی يوازي په مياشت کي شاوخوا يو ميليون افغان وګړو ته د مرستي رسولو توان لري او پاته کسان ئې همداسي بې مرستي پاتېږي.
د خوړو نړۍوال سازمان دغه راز زياتوي، چي په افغانستان کي شل سلنه وګړي داسي دي، چي د خوړو د کمښت سره مخ دي او بايد پر وخت مرستي ور ورسېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، که د روان کال د اکتوبر تر مياشتي پوري د دغو خلګو له پاره مرستي برابري نه سي؛ نو دغه تعداد به نور هم لوړ سي او ډېری افغانان به نور هم د خوړو د کمښت سره مخ سي.