د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) د ایران څخه افغانستان ته د راغلو افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي ئې دي چي د امکاناتو د محدودیت له امله یوازي په کمه اندازه مرسته د راغلو کډوالو سره کولای سي.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي دي، چي دوی یوازي د روان کال د جون په میاشت کي ۱.۸ میلیونو افغانانو ته خوراکي او نقدي مرسته ورکړې ده.
دغه اداره وايي چي هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راځي، چي دلته افغانستان کي پراخو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان په خپل راپور کي ليکي: “د امکاناتو محدودیت دا معنا لري چي یوازي د اړتیا لرونکو یوې کوچنۍ برخي ته مرسته رسېږي. که نوره بودیجه ترلاسه نه کړو، نو بېرته ستنېدونکو ته مرستي به کمي سي او ښايي په څو اونیو کي بشپړې ودریږي.”
دا په داسي حال کي ده، چي پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، روزا اوتنبایوا، د ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د پراخ بهیر له لیدو وروسته، له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د افغان کډوالو سره دي مرستي جاري و ساتي.