د خوړونړۍوال پروګرام (WFP) په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي دي، چي جاپان د خوړو د نړۍوال پروګرام سره د افغانستان له پاره د ۷ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کوي.
د خوړود نړۍوال پروګرام په خبره چي دا مالي مرسته د هغوافغانانو د ملاتړ له پاره ځانګړې سوې ده، چي د بشري او خوراکي بحرانونو څخه ځپل سوي دي او په وينا ئې چي د دغې مرستې له لاري به د درې زره کورنيو سره د درې مياشتو په موده لازمي مرستي وکړي.
دغه سازمان زیاتوي، چي له دغې مرستي سره به وکولای سي، چي میندوارو او شیدې ورکوونکو میندو او خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو ته د خوړو مرستي ورسوي.
جاپان دولت د افغانستان سره دغه مرسته د خوارځواکي سره د مبارزي او د خوړو د بحران د مخنيوي په برخه کي کوي.
جاپان دغه مرسته د افغانستان سره پر داسي مهال کوي، چي د افغانستان نږدې دریمه برخه نفوس د خوراکي توکو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.