د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه خپاره سوي راپور کي ويلي دي، چي د امريکا د بشردوستانه مرستو ځنډ د افغانستان د زيانمنو وګړو د خوراکي خونديتوب لپاره ستر ګواښ دی. دغه اداره دغه راز زياتوي، چي د لوږي کچه ورځ تر بلي زياتېږي او زيات شمېر هغه کسان چي له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه سوي؛ بېړنیو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
یاد سازمان همدا راز خبر ورکړی چي د روان ۲۰۲۵ کال تر اګسټ میاشتي پوري د افغانانو سره د بېړنیو مرستو لپاره ۵۵۵ مېلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري.
د يادوني وړ دهو چي د امریکا د پراختیایي ادارې د مرستو ځنډېدو له کبله د افغانستان روغتیایي سکټور هم له جدي ننګوونو سره مخ دئ، چي له کبله ئې یو شمېر روغتونونه او روغتیايي پروژې هم تړل سوې دي.