د خوړو نړۍوال پروګرام: په افغانستان کي د لوږي کچه ورځ تر بلي لوړېږي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو اقتصادي، سياسي او بشري بحران د زياتېدو له امله د لوږي کچه ورځ تر بلي مخ په لوړېدو ده.
دغه سازمان ويلي، چي په افغانستان کي د بشري مرستو له پاره بېړنۍ اړتيا ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام ټینګار کړی، که نړۍواله ټولنه بېړنۍ مرستي د افغانستان سره و نه کړي نو د ژمي په سړه هوا کي به د افغانستان لېرو پرتو سیمو ته د مرستو د رسولو لاري وتړل سي او دغه مرستي به د اړتیا وړ تر خلګو پوري ونه رسېږي.
دغي ادارې په ټينګار سره ويلي، چي په افغانستان کي په ميليونونو انسانان بشري مرستو ته اړتيا لري.