د خیبر پښتونخوا اعلي وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، چي د هغه حکومت به افغان کډوال په زور و نه باسي.
نوموړي دا څرګندوني په اسلاماباد کي یوې خبري غونډي ته کړي او زیاته کړې يې ده چي که یو افغان دا غواړي چي په خپله خوښه بېرته ستنیږي، دوی به ورسره مرسته وکړي خو هیڅوک به په زور نه ایستل کیږي.
هغه ټینګار کړی چي د سیمي دایمي سوله د افغانستان له ثبات پرته ناشوني ده او د پاکستان اوسنۍ بېثباتي د دوی د هغو ناکامو تګلارو نتیجه ده، چي خلک یې دې ته اړ کړل چي وسلې پورته کړي.
د ایکسپریس نیوز د راپور له مخي، ګنډاپور وویل، چي د اعتماد بیا رغول او په افغانستان او قبایلي سیمو کي د سولي تأمینول د سیمي د ثبات لپاره ډېر مهم دي.
ګنډاپور پر فدرالي حکومت نیوکه هم وکړه او ویې ویل، چي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره خبري پر مخ وړي، خو د افغان کډوالو په اړه فدرالي پالیسي له بنسټه ستونزمنه ده.