د خیبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر : غواړو د افغانستان سره په موجوده ستونزو مخامخ خبري وکړو

د خیبرپښتونخوا د ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډه پور ویلي چي د دغه ایالت د خلکو د استازي په توګه غواړي چي په افغانستان کي د حکومت سره په خپل ایالت کي د پرتو ستونزو په اړه مخامخ خبري وکړي.
علي امین ګنډه پور دا څرګندوني په پېښور کي د وکیلانو ټولني یوې غونډي ته په وینا کي کړي دي.
هغه وایي، دی په خپله افغانستان ته یو پلاوی استوي، د اسلام اباد حکومت دي خپلي تګلاري له خپل ځان سره کښېږدي او د یوه ایالت د استازي په توګه له افغانستان سره غواړي خپلي ستونزي خپله هواري کړي.
د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر په باب داسي ګنګوسې وې چي هغه یې په اسلام اباد کي نیولی دی، ځکه چي نوموړی هلته تر یوې لویې ولسي غونډي وروسته تر یوڅو ساعتونو پوري ورک وو.
په دې وروستيو کي د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په يوشمېر سيمو کي د ناامنۍ پېښي زياتي سوي دي.
د ناامنۍ د دې څپې پرضد ځايي ولسونه، د خیبر پښتونخوا په ځینو ولسوالیو کي پراخ لاريونونه، پرلتونه او جرګي کوي.