د خیبرپښتونخوا په خيبر کي زرګونو کسانو د ‘امن پاڅون’ کي ګډون کړی

د خيبر پښتونخوا ایالت په خيبر قبايلی سيمه کي د “امن پاڅون” ګډونوالو د پاکستان پر حکومت او پوځ ږغ کړی چي د ترهګرۍ او ناامنۍ مخه ونيسي او په سيمه کي دي امنيت ټينګ کړي.
د یکشنبې په ورځ د خيبر په باړه کي د “امن پاڅون” په نوم هغه احتجاج کي زرګونه کسانو ګډون کړی وو چي د بېلا بېلو سياسي ګوندونو، سازمانونو او قبيلو د مشرانو تر څنګ مدني فعالان، د سيمې ځوانان او د پښتون ژغورني غورځنګ غړي پکښي شامل وو.
د باړې سیاسي اتحاد په دا وروستيو کي اعلان کړی وو چي د “امن پاڅون” په نوم به د احتجاجي لاريونونو او غونډو يوه نوې لړۍ پيلوي چي لومړۍ غونډه يې د سپټمبر پر ۱۵مه په باړه کي وکړه.
دا په داسي حال کي ده چي په دا وروستيو کي د خيبر په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کي وسلوال بريدونه زيات سوي دي.
په عين حال کې پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د اکتوبر پر ۱۱ په خيبر کي “د پښتنو قامي عدالت” په نوم د درې ورځنۍ جرګې جوړولو اعلان کړی دی چي د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا د پاکستان د بېلا بېلو پښتون مېشتو سيمو له ۳۰ زره څخه تر ۴۰ زره پوري کسان به ګډون پکښي کوي.