د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه سیمه کي د شیعه او سنیانو ترمنځ په روانو نښتو کي د وژل سویو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی

روغتیايي چارواکو ویلي، د سپټمبر۲۶مه پوري په دې نښته کي ۳۴ کسان وژل سوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د شیعه او سنیانو ترمنځ دا نښتي د رواني میاشتي په شلمه په بوشهره کي د مځکي پر سر پیل سوي دي.
د سیمي اوسېدونکو ویلي، دواړي خواوي د یوبل پر ضد درنې او سپکي وسلې کاروي چي خلکو ته يې د ځاني زیانونو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي.
تر دې مخکي د روان کال په جولای میاشت کي هم په دې سیمه کي د ورته جګړې له امله د دواړو خواوو لسګونه کسان وژل سوي او ټپیان سوي وه.
کرمه په وروستیو کلونو کي د شیعه او سني اوسېدونکو ترمنځ د فرقه‌يي تاوتریخوالي شاهده ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *