د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمي ولسوالۍ کي د دو قومونو ترمنځ شخړو کي د وژل سویو کسانو شمېر لږترلږه ۳۷ ته رسېدلی دی.

په دغو خونړیو شخړو کي چي د دوو سني او شیعه قبیلو ترمنځ پیل سوي او نن یې پرله‌پسې شپږمه ورځ ده، له ۱۵۰ زیات کسان ټپیان سوي دي.
د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخي، په کرمه کي یوه چارواکي ویلي، چي د دې ولسوالۍ په لسو ځایونو کي سختي نښتي دوام لري چي پکښي له درنو وسلو هم کار اخیستل کېږي.
د دغه چارواکي په خبره، د یوه اوربند لپاره د امنیتي چارواکو او نورو قومونو هڅو تراوسه نتیجه نه‌ده ورکړې.
دغه چارواکي په روانو نښتو کې د ۳۷ کسانو د وژل کېدو او ۱۵۳ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
ویل کیږي چي په روانو شخړو کي ۲۸ کورونه خراب سوي دي.
د چارواکو په وینا، شخړي د مځکي پر سر پیل سوي چي اوس یې فرقه‌‌یي بڼه خپله کړې ده.
بل خوا په خیبر پښتونخوا ایالت کي د پولیسو پر یوه مرکز په چاودنه کي لږ تر لږه ۱۵ پولیس ټپیان سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *