د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کي د پولیسو او پوځ تر منځ شخړه سوې

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کي د پولیسو او پوځ تر منځ لفظي شخړه سوې خو وروسته پوځ پر شا سوی
دا پېښه هغه وخت رامنځته سوه، چي پولیسو د ضلعې د کمېشنر (ډي سي) دفتر ګیټ تړلی وو او پوځ هڅه وکړه چي دغه ګیټ په زوره خلاص کړي.

د پوځ دغه اقدام د پولیسو له سخت غبرګون سره مخ سو.
پولیسو پوځیانو ته اجازه ورنه کړه او خپله دریځ یې کلک ونیوی چي له دې وروسته پوځیان شاته ولاړل.

په یوه ویډیو کي ښکاري چي پولیس پوځیانو ته د پیغور په ډول وایي: «تاسو دلته څه کوئ؟ ولاړ سئ کشمیر ته!»

عیني شاهدان وایي چي حالت ډېر ترینګلی سوی وو خو تر اوسه د کوم فزیکي تاوتریخوالي راپور نه دی ورکړل سوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *