د دایکنډي د برید مسوولیت داعش ډلي منلی

د دایکنډي ولایت سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، د دایکندي-غور پر لاره د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کي لږ تر لږه ۱۴ هزاره ملکيان وژل سوي دي.

د دایکندي ولایت د سنګ و تخت بندر ولسوالۍ د قریودال کلي اوسېدونکي وايي، دغه کسان د غور ولایت مرکز فېروز کوه ښار ته پر لاره وو، چي د کربلا زیارت کوونکو ته هرکلی ووايي.

د دغه پيښي مسوولیت داعش ډلي پر غاړه اخیستی

په افغانستان کي وخت ناوخت په هغو حملو کي چي شیعه وګړي په نښه کېږي، د داعش د خراسان ولایت څانګه دخیله ګڼل کیږي.

په دایکنډي کي د دغو کسانو وژل کېدل په کور د ننه او بهر په کلکه غندل سوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګڼو پخوانیو چارواکو او دغه راز د بهرنیو هیوادونو استازو دغه برید وحشیانه او ترهګریز عمل بللی او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.