د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو کابل ته له راغلي قطري پلاوي سره کتلي

د کورنیو چارو وزارت پر ایکس شبکې لیکلي، چي د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د قطر د بهرنو چارو وزارت مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د سیاسي اواقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړي او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ته به دوام او وده ورکوي.
تر دې مخکي د قطري پلاوي په حواله ویل سوي وه چي قطر د افغانستان ترڅنګ په هر ډول حالاتو کي ولاړ دی.
بل خوا د دفاع وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه له همدې قطري پلاوي د دفاع د سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد خبري چي له وروستیو سېلاب ځپلو سره د قطر هیواد له مرستي يې مننه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دوام يې ټینګار کړی خپرې کړي دي.
ویل کیږي چي راغلي پلاوي دغه راز د رییس الوزار له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم کتلي او ژمنه يې کړې چي د قطر هوايي شرکتونه به وهڅوي څو خپلي الوتني افغانستان ته بیا پیل کړي.