د دوحې فورم ناستي په څنډه کي د امریکا نړۍوالي پراختیایي ادارې د افغانستان څانګي (USAID) او قطر د ټولو لپاره د زده کړو بنسټ (EAA) د افغانستان د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ په موخه د ۵۰ ملیونه ډالرو هوکړه وکړه.

دغه مالي مرسته به ۱۰۰ زره له زده کړو پاته کوچنیانو ته ښوونځیو ته د تګ او دوه زره افغان زده کوونکو ته د بورسیو زمینه برابره کړي.

په دغه هوکړه کي د مالي مرستو سربېره د افغانستان د ښوونیز نظام پر پیاړوتیا هم خبري سوي دي.

دا هوکړه داسي مهال لاسلیکېږي، چي اوسمهال په افغانستان کي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ هر راز ښوونیزه دروازه بنده ده.