د یو ملي خیانت، وجدان وژني او د دین د اصله د سرغړوني کیسه:
په افغانستان کې داسي یوه دوره راغلې چي د فقر، ظلم، خیانت، اشغال، او منافقت ټول حدود یې مات کړي. ولس د لوږي له کبله ماشومان خرڅوي، ځوانان ځان وژني، او ښځي د یوې ګولې ډوډۍ لپاره کوڅو ته راوزي. خو عجیبه دا ده چي ځیني “دین پال” اشخاص، د شریعت له اصله وتلي، د حج لپاره په زرګونو ډالر ځرڅوي ، د کعبې له دروازي د جنت کلی غواړي، خو هغه مسلمانان ئې نه تر سترګو کېږي چه دده پر دروازه له لوږي مري، او نه هم پر هغوي زړه سوی کوي.
آیا دا دین دی؟ که د تیاترننداره؟
یو ملت چې ماشومان یې د خوراک له نشتوالي مړه کېږي، او ښځو یې پر خوله پټۍ اچولي چي ږغ یې د “طالب شریعت” غوږ ته ونه رسېږي، هلته د حج نوم اخیستل توهین دی، د عبادت له فلسفې سره سپکاوی دی. دا حج نه دی، دا د نفس عبادت دی. دا د هغه ټولو شهیدانو چي د همدې دین په نامه وژل سوي د ویني سره خیانت دی.
اسلام حج پر هغه چا فرض کړی چې د مالي، بدني او امنیتي وس خاوند وي. خو آیا دا وس باید یوازې ځان ته په کتو معین سي؟ چیري دی هغه “وس” چي د یوه یتیم، یوې کونډي، یو بې وسه سپین ږري کور ته ډوډۍ ور وړي؟ دا وس، دا زر، دا امکانات چې د حج په نوم مصرفېږي، ولې د یوه وران وطن د رغولو لپاره نه ورکول کېږي؟ ځکه چې وجدان وژل سوی دی، ځکه چې دین د تیاتر پر پرده نندارې ته وړاندي سوی، او ځکه چي پر عبادتونو د شهرت، عادت، درواغو او فریب پرده غوړیدلې ده.
کعبه که کاغذي عکس؟
کعبه یو ځای نه دی، کعبه یو فکر دی، یو اصل دي، یو درد دی. دا د مظلوم تر څنګ درېدل دي، دا د غریب لاس نیول دي. خو نن کعبه د زرو یو عکس سوی، چې د حج کوونکو له لاري د شرم او بې احساسۍ تصویر وړاندي کوي. دا تصویر باید د الله کور ته د ورتګ نه، بلکه د وجدان له کوره د وتلو اعلان وګڼل سي.
د حج په نوم غلا، شهرت پرستي، او مذهبي منافقت:
له افغانستانه د حج لپاره ورغلي خلګ چي نن د عرفات پر غونډۍ ولاړ وه هغوي باید وپوښتل سي:
- آیا ته د هغه ملت استازی یې چي ماشومان یې له لوږي ژاړي؟
- آیا ته به کعبې ته د صداقت په موخه ځې که د غلا، درواغو، یا فریبکارۍ لپاره؟
- آیا تا د خپل ګاونډي (همسایه) په حال ځان خبر کړی؟ د یتیم پوښتنه دي کړې؟
- که نه، نو دا حج دی؟ که ځان فريبي؟
دا خلک د خپل شهرت لپاره د “حاجي صاحب” لقب غواړي، نه د الله رضا. دا خلک هغه کسان دي چې د دین د نوم څخه د شهرت، ښودلو او مقام لپاره استفاده کوي، نه د وجدان د سکون یا د الله د رضا لپاره.
د دین سپیڅلتیا، د اعمالو په ښکلا پیژندل کېږي، نه د سپینو جامو په اغوستلو
د دین روح هغه وخت ژوندی وي، چې عمل پکښي موجود وي، انصاف پکښي جاري وي، او وجدان پکښي ویښ وي. خو افسوس، نن دین زموږ په ټولنه کې یوازي د شعار، نمایشي عبادت، او د شهرت د لوبي وسیله ګرځېدلی. سپینې جامې، د حاجي صاحب لقب، د عکسونو پوسټونه، او د الوتکي له کړکۍ د مکې عکسونه د یوه داسې ملت د وګړو له خوا خپرېږي چي ماشومان یې وږي ویده کېږي، او ښځي یې د يوې ګولې ډوډۍ پیداکولو لپاره بازارونو کي د بدن د اعضاوو څخه نیولې تر عزت او عفته هر څه پلورلو ته اماده دي.
دا حج دی؟ دا عبادت دی؟ نه! دا فقط او فقط د ریا او منافقت زهرجنه ډرامه ده چه د تیاترپه پرده خپریږي، دا د یو مړه ضمیر د ځان فریبۍ ښکاره ننداره ده.
نن زموږ دین، منافقت، فریب، او چوپتیا یرغمل کړی دی
هغه دین چي عدالت یې بنسټ و، هغه دین چې د مظلوم ملاتړ یې فریضه ګڼله، نن د څو منافقو، چپ خولو، او فریبکارو کسانو له خوا یرغمل سوی. دا هغه خلک دي چي د ظلم پر وړاندي چوپ دي، د غریب لاس نه نیسي، د یتیم پر ژړا خاندي، خو ځان ته “متقی”، “عبادت ګذار” او “حاجي” وايي.
د دغو خلکو د حج مصارف د تیرو څلویښتو کلونو راهیسي په روانو جګړو کي د لوږي او غلامۍ قربانیانو د وینو په بدل کي د اخیستل سوي پیسو څخه ورکول سوي. دا د سپینو جامو یو کاروان چي د کعبې پرلور روان دی دا اصلا د حجانو کاروان ندی، نه دا کاروان د الله د رضا لپاره روان دی، بلکه دا د ملت د وجدان جنازه ده چي د ځان ښودلو، د نوم جوړولو، او د خالي وجدانونو د تسکین لپاره د کعبې پر لور روانه ده،
که د هرې کوڅې کونډه، ماشوم، بېوسه ځوان او سپین ږری بې وسه وي…
نو بیا دي دا حج، دا عبادت، دا “دین داري” ټول لعنت وي! که ته خپل وږي همسایه ته ډوډۍ نسې ورکولی، که تا د یتیم ماشوم چیغي نه وي اورېدلي، که تا د مظلوم لپاره د عدالت ږغ نه وي پورته کړی نو ته نه حاجي یې، نه مسلمان، ته یو مړ ضمیر لرونکی، پټ فاسق یې، چې سپینو جامو دي د شرم تور رنګ اخیستی دی.
دا سفر، دا حج نه د روح تذ کیه ده، نه د زړه پاکوالی. دا د ملت د زخمي وجود پر زخم مالګه پاشل دي. دا هغه تقلبی کاروان دی چې نه د مکې سره اړیکه لري، نه د رب سره. دا د درواغجن اسلام یوه نمونه ده، چې نه شعور لري، نه هم درد.
پایله: د دین سپیڅلتیا د کعبې په دیوال کي نده، بلکې د مظلوم په دعا، د یتیم په خندا، او د غریب په خلاصون کي ده:
تر څو چي پر افغانستان د دجال د نمایندګانو واکمني وي، تر څو چي افغان ولس د لوږي، بې وسۍ او غلامۍ په تیارو کي ډوب وي، د هیڅ افغان د حج سفر دي نه قبلیږي. دا نه د الله رضا ده، نه د وجدان سکون، نه د اسلام تعلیم. دا یوازي د وجدان، ملت او دین پر مخ تور داغ دی.
تر هغه چي ستا دین د انسانیت، عدالت او همدردۍ پر بنسټ نه وي ولاړ، ته به تل د یوه منافق په څېر یادیږې. کعبه به تا ته یو خاموش دیوال وي، او دا سپینه جامه به د الله پر وړاندې د تورو نیتونو جامه وي. که ته د مظلوم لاس ونه نیسې، نو د حجر الاسود ښکلول دي عبادت نه، بلکې د منافقت یوه شومه ډرامه.
په درنښت!
ستاسو ورور: پاچا کندهاری