د راپورونو له مخي ایران یو ځل بیا افغان کډوال په نښه کړي دي

د بشري حقونو سازمان «حال وش» خبر ورکړی چي د ایران په کلګان پوله کي د افغان کډوالو یوه ډله د مځکنیو ماینونو او ټکانو له امله یو ځل بیا په نښه سوي ده.

دغه ادارې نن تلي ۳۰ مه خبر ورکړی چي د ایران په ختیځ کي د سرحدي ځواکونو له خوا لږترلږه ۱۵۰ افغان کډوال په ټکانو وویشتل سول.

د دغه راپور له مخي د کډوالو دغه ډله چي د کلګان سراوان له سرحدي سيمي څخه يې په غير قانوني توګه ايران ته د ننوتلو اراده لرله، د ماين د چاودني له امله د ايراني ځواکونو له خوا ورباندي ټکان سوي چي په پایله کي يې څو تنه کډوال وژل سوي او ټپي سوي دي.

وش اعلان کړی چي د دې پېښي په اړه د نورو جزییاتو د ترلاسه کولو هڅه کوي.

له دې ټکانو څو ورځي وړاندي د ایران له ختیځ څخه هم ورته یو بل راپور خپور سو او یو شمېر خپلواکو رسنیو د عیني شاهدانو په حواله د هغه خبر تایید کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *